ads

الكوزى: په هېواد كې د سوداګرو د تښتونې لړۍ دوام لري

د سوداګرۍ او صنايعو خونه په هېواد كې د سوداګرو د تښتونې لړۍ د دوام خبر وركوي. د دې خونې مرستيال خان جان الکوزى وايي، چې تېر لمريز کال پنځه اتيا سوداګر تښتول شوي وو او سږ کال هم دغه شمېر تر ٨٠ زيات دى. د نوموړي په وينا، سږ کال په ننګرهار، کابل، هرات، […]

نویسنده: TKG
21 کب 1395
الكوزى: په هېواد كې د سوداګرو د تښتونې لړۍ دوام لري

د سوداګرۍ او صنايعو خونه په هېواد كې د سوداګرو د تښتونې لړۍ د دوام خبر وركوي.
د دې خونې مرستيال خان جان الکوزى وايي، چې تېر لمريز کال پنځه اتيا سوداګر تښتول شوي وو او سږ کال هم دغه شمېر تر ٨٠ زيات دى.
د نوموړي په وينا، سږ کال په ننګرهار، کابل، هرات، بلخ، کندهار او ځينو نورو ولايتونو كې سوداګر تښتول شوي دي.
الکوزى زياتوي، زيات تښتول شوي سوداګر د پيسو په بدل کې خوشې شوي او دولت يوازې د تښتوونكو له منګولو د لږ شمېر سوداګرو پر خلاصولو توانېدلى دى.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مرستيال په خبره، په هېواد كې د سوداګرو او پانګه والو اختطاف پر سوداګرۍ منفي اغېز کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA