ads

د ننګرهار والي له بېلابېلو امنيتي پوستو څارنه او ليدنه وكړه

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تېره شپه شاوخوا دولس نيمې بجې د جلال اباد ښار بېلابېلو سيمو کې د پوليسو د پلټنو له مرکزونو څخه څارنه او ليدنه وكړه، چې په ترڅ كې يې د يو شمېر فعالو منسوبينو ستاينه او يو شمېر نورو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وشوې .

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 کب 1395

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې والي د دې څارنې او پلټنې په مهال په ښار کې يو شمېر بې پلېټه او جعلي پلېټ لرونکي موټرونه او هغه وسلې، چې د ګرځولو د جواز نېټه يې پوره شوې وه، هم ونيولې .
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، له دې وروسته به د شپې او ورځې د بېلابېلو همکارانو او موټرونو په وسيله د پوليسو د پلټنو له مرکزونو او نورو برخو څخه د څارنې دا لړۍ جاري وساتي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA