ads

امريكايي پوځي چارواكي افغانستان كې د خپلو سرتېرو زياتول غواړي

امريكايي پوځي چارواكي ټينګار كوي، چې په افغانستان كې د سولې او ثبات او د افغان امنيتي ځواكونو د پياوړتيا لپاره په دغه هېواد كې زياتو امريكايي سرتېرو ته اړتيا ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 کب 1395
امريكايي پوځي چارواكي افغانستان كې د خپلو سرتېرو زياتول غواړي

امريكايي پوځي چارواكي ټينګار كوي، چې په افغانستان كې د سولې او ثبات او د افغان امنيتي ځواكونو د پياوړتيا لپاره په دغه هېواد كې زياتو امريكايي سرتېرو ته اړتيا ده.
د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل وايي، چې افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو سره به له افغان ځواكونو سره د همكارۍ او د مشورې وركولو لړۍ نوره هم ګټوره شي.
هغه په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو احتمالي زياتوالى تاييد كړ او د سنا مجلس د پوځي خدمتونو كمېټې ته يې وويل، چې افغانستان ته د نورو امريكايي سرتېرو د لېږلو په اړه يې د متحدو ايالتونو د دفاع وزير جنرال جيمز ماټيس او په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال جان نيكولسن سره خبرې كړې دي.
په همدې حال كې د امريكا د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وياند مارك ټونر هم د كابل په اړه د واشنګټن پر پاليسۍ د بيا كتنې خبر وركړ.
هغه پرون خبريالانو ته وويل، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزير رېكس ټېلرسن څو ورځې وړاندې د افغانستان له جمهور رئيس او اجرائيه سره په ټيليفوني خبرو كې د ملي يووالي حكومت څخه د ملاتړ د دوام ډاډ وركړ.
د نوموړي په خبره، د افغان امنيتي ځواكونو د پياوړتيا لپاره د امريكا همكاري ډېره ضروري ده، ترڅو په افغانستان كې د امنيت او ثبات رامنځته كولو لپاره د دې ځواكونو ظرفيت لوړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA