چارواکي وايي، په کندهار کې د بېلابېلو پېښو پر مهال دوو وسله والو او دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا درانی وايي، تېر شپه ناوخته د کندهار ښار د څلورمې ناحيې اړوند د پوليسو پر يوه پوسته د دوو وسلوالو لخوا بريد شوی، چې پکې يوازې بريد کوونکي وژل شوي دي.
د دراني په خبره وسلوالو پر امنيتي پوسته بريد وکړ او تر بريد وروسته د پوليسو په ډزو کې دواړه بريد کوونکي ووژل شول..
د يو بل خبر له مخې نن سهار وختي د ۱۴ مې حوزې پر پوليسو د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې پکې دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي.
د امنيه قومندانۍ وياند وايي چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
د دواړو پيښو په اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

