ads

پاكستان د تورخم او سپين بولدک لارې يو ځل بيا وتړلې

پاكستان د تورخم او سپين بولد لارې له دوه ورځنۍ پرانيستنې وروسته بېرته تر نامعلومې نېټې تړلې دي. دغه هېواد د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو يادې لارې د مسافرو پر مخ پرانيستې وې. په دې دوو ورځو كې له هاخوا يوازې قانوني اسناد لرونكو افغانانو كولاى شول د تورخم له دروازې را […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 کب 1395
پاكستان د تورخم او سپين بولدک لارې يو ځل بيا وتړلې

پاكستان د تورخم او سپين بولد لارې له دوه ورځنۍ پرانيستنې وروسته بېرته تر نامعلومې نېټې تړلې دي.

دغه هېواد د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو يادې لارې د مسافرو پر مخ پرانيستې وې.

په دې دوو ورځو كې له هاخوا يوازې قانوني اسناد لرونكو افغانانو كولاى شول د تورخم له دروازې را واوړي او له دې خوا يوازې پاكستاني وګړو ته د تګ اجازه وركول كېده.

مخكې پاکستان ويلي و، چې ښايي د تورخم او سپين بولدک لارې دوه ورځې نورې هم خلاصې پرېږدي، ځکه د هغو کسانو شمېر خورا زيات دى، چې د لارو بندېدو له کبله په دغه هېواد کې ايسار شوي او غواړي افغانستان ته واوړي، خو له دوه ورځو پرانيستو وروسته يادې لارې بېرته د مسافرو پر مخ تړل شوې دي.

په تېرو دوو ورځو كې د تورخم او سپين بولدك له لارو لسګونه زره افغانان خپل هېواد ته راغلل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA