ads

عراق کې ځانمرګو بریدونو ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د عراق د تکريت ښار په الحجاج سيمه کې د واده په مراسمو د غبرګو ځانمرګو بريدونو له کبله لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي. دغه حملې پرون د الحجاج کلي کې چې د بغداد د شمال لوېديځ په ۱۶۰ کېلو مترۍ کې پروت دی، شوې دي. د پوليسو […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 کب 1395
عراق کې ځانمرګو بریدونو ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د عراق د تکريت ښار په الحجاج سيمه کې د واده په مراسمو د غبرګو ځانمرګو بريدونو له کبله لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.

دغه حملې پرون د الحجاج کلي کې چې د بغداد د شمال لوېديځ په ۱۶۰ کېلو مترۍ کې پروت دی، شوې دي.

د پوليسو په وينا دوو بريد کوونکو چې انتحاري واسکټونه ‌يې اغوستي وو، د واده مراسمو ته له ننوتو سره سم ځانونه والوزول.

تر اوسه د بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی خو د عراق امنيتي ځواکونه يې دداعش کار بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA