چارواکي وايي، د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې ۱۳تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او۶ تنه نور ټپيان شوي دي .
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې اوښتې ده.
خبرپاڼه وايي، ددغو عملياتو په پايله کې ۱۳تنه وسله وال وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز سرچينه زياتوي چې د يادو عملياتو پر مهال يو شمېر وسلې او مهمات هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلې دي .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.


