د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف پرون چهارشنبه د قطر له امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني سره وکتل.
د قطر دولتي خبري اژانس په راپور کې ويل شوي چې شيخ تميم بن حمد آل ثاني د ايران د بهرنيو چارو د وزير جواد ظريف سره ملاقات کړی دی.
دغه دواړو مشرانو د د قطر د پاچا په ماڼۍ کې کتلي دي.
د ايران لوړپوړي وزير دغه ملاقات يوه مياشت وروسته د هغې کوي چې په دا وروستيو کې د ايران جمهور رئيس حسن روحاني عمان او کويټ ته سفر وکړ.
تهران ويلي، د جمهور رئيس حسن روحاني د سفر هدف د دغې سيمې د هيوادونو سره د خپلو اړيکو بيا رغول دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

