ads

جمهور رئیس غني د شهید محمد داوود خان له روغتون څخه ليدنه وکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د سردار محمد داود خان روغتون بېلابېلې برخې وکتلې. د ملي دفاع وزارت وايي، چې د سردار محمد داود خان پر روغتون د وسله والو د تېرې ورځې د بريد په پايله کې د روغتون له ٣٠ زيات ملکي ډاکټران، ناروغان او کارکوونکي وژل شوي او شاوخوا ٥٠ […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 کب 1395
جمهور رئیس غني د شهید محمد داوود خان له روغتون څخه ليدنه وکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د سردار محمد داود خان روغتون بېلابېلې برخې وکتلې.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د سردار محمد داود خان پر روغتون د وسله والو د تېرې ورځې د بريد په پايله کې د روغتون له ٣٠ زيات ملکي ډاکټران، ناروغان او کارکوونکي وژل شوي او شاوخوا ٥٠ کسان ټپيان دي.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، هغه ډاکټران او سرتېري به، چې د ټپيانو د نجات لپاره يې فداکاري ښودلې، تقدير شي.

هغه امر كړى، چې ژر تر ژره د روغتون د زيانمنو شويو برخو او تجهيزاتو بشپړ راپور دې برابر شي، چې په رڼا کې يې د سردار محمد داود خان روغتون د بيارغونې عاجل اقدامات وشي.

په ورته مهال اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم له دې روغتونه ليدنه كړې او د عامې روغتيا وزارت او د ياد روغتون مسوولينو ته يې لارښوونه كړې، چې د سردار محمد داود خان روغتون د بيارغونې لپاره جدي اقدام وكړي.

پر دغه روغتون د بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA