هلمند کې د ښځو نړيواله ورځ نن د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د ولایتي شورا غړو او ګڼو ښځو پرحکومت له دې امله نيوکه وکړه چې په حکومتي ادارو کې د ښځو ونډه کم رنګه ده.
په هلمند کې د ځوانانو د مساوات او د یموکراسۍ ټولنې مسئولې شګوفې نورزۍ وویل چې حکومت ښځو ته د بنسټيزو کارونو پر ځای یوازې شعارونه ورکوي.
د هلمند مستوفي او سرپرست والي غلام محی الدين صديق، د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د ملي يووالي حکومت په ځانګړې توګه جلالتماب جمهور رييس د ښځو حقونو خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه کوي او هم يې په حکومت کې د پام وړ ونډه ورکړې ده.
ښاغلي صديق وويل، د هلمند ولايتي اداره ژمنه ده چې د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي، او په دې برخه کې ولايت مقام کې د جندر په نوم امريت شته چې له مخې يې په ادارو کې د ښځو ونډې برخه کې لازم اقدامات ترسره کېږي.
سرپرست والي د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ښځينوو ګډون اغېزمن وباله او غوښتنه يې وکړه چې په دې برخه کې دې ښځينه ونډه واخلي، تر څو د مېرمنو ستونزو ته ښځې رسيدګي وکړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې عفيفې معروف وويل، د مارچ اتمه د ښځو د مبارزې او لاسته رواړنو نړيواله ورځ ده.
هغه وايي چې ښځه په ټولنه کې اغېرمن رول لري، ماشوم روزي او د هېواد لپاره يې د خدمت جوګه ګرځوي.
مېرمن معروفې وويل، چې ښځه په ټولنه کې د برابر امتياز او حق څښتنه ده او ښځينه بايد د خپلو اسلامي حقونو غوښتونکې شي.
په دې غونډه کې د ښځو په وياړ ترانه وويل شوه او په ورستۍ برخه کې يو شمېر فعالو ښځو ته ستاينليکونه او ډالۍ هم ورکول شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

