ننګرهار كې د هېرويینو درې فابریکې له منځه وړل شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، خوګیاڼو ولسوالۍ کې یې د ځانګړو عملیاتو په مهال د هېرويینو درې فابریکې له منځه وړې دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، تېره شپه یې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ د کمبو په سیمه کې کومانډو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې د هېرویينو درې فابریکې له منځه وړې دي.