ads

ننګرهار كې د هېرويینو درې فابریکې له منځه وړل شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، خوګیاڼو ولسوالۍ کې یې د ځانګړو عملیاتو په مهال د هېرويینو درې فابریکې له منځه وړې دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، تېره شپه یې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ د کمبو په سیمه کې کومانډو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې د هېرویينو درې فابریکې له منځه وړې دي.

نویسنده: TKG
18 کب 1395

د نوموړي په خبره، په دغو عملیاتو کې یې د یادو کارخونو ټول وسایل تخریب کړي دي.
د ملي اردو له لوري په خوګیاڼو کې دا د هېرويینو درې فابریکې په داسې حال کې له منځه وړل کېږي، چې سږ کال هم د ننګرهار ولایت په ګڼو ولسوالیو کې کوکنار ښه پرېمانه کرل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA