ads

لغمان كې د الماس ۳۹ په نوم عمليات دوام لري

د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې يې د وسله والو ځپلو په هدف د الماس ۳۹ پيل کړو عملياتو په مهال له وسله والو ګڼې سيمې پاکې کړي او عمليات يې په برياليتوب سره روان دي.

نویسنده: TKG
18 کب 1395
لغمان كې د الماس ۳۹ په نوم عمليات دوام لري

د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې يې د وسله والو ځپلو په هدف د الماس ۳۹ پيل کړو عملياتو په مهال له وسله والو ګڼې سيمې پاکې کړي او عمليات يې په برياليتوب سره روان دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، له تېرو لسو ورځو راهيسې يې د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د الماس ۳۹ په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړي، چې په ترڅ كې يې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او ډېرى سيمې يې د هغوى له شتونه پاکې کړې دي.
نوموړي زياته كړه، دغه عمليات به يې تر هغې روان وي، چې په سيمه کې ټول وسله وال له منځه يوسي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA