جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د ملي يووالي حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي او تعصب له منځه وړلو ته ژمن دى.
نوموړي نن د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت په ارګ کې جوړې شوې ځانګړې غونډې ته په وينا كې وويل، چې اوس مهال د سترې محکمې په چوکاټ کې له ښځو او ماشومانو سره د تاوتريخوالي دوسيو د تعقيب لپاره خاص ديوان او په قضائيه قوه کې سلګونه قاضيانې فعاليت كوي.
بل خوا اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په ياده غونډه كې وويل، د حکومتي او غير حکومتي ادارو مشران دې هڅه وکړي، چې د ښځو په وړاندې زور زياتي او توپيري چلند سره مبارزه وکړي.
د هغه په وينا، که له ښځو سره په توپيري چلند او زور زياتي څوک تورن شي، نو تر ټولو سخته سزا به وويني.
د ښځو نړيواله ورځ نن پر نورو هېوادونو سربېره په افغانستان كې په داسې حال كې لمانځل كېږي، چې لا هم افغان ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.
افغان ښځې وايي، لا هم ورسره تاوتريخوالی کېږي او په ډېرو سيمو کې له خپلو حقونو برخمنې نه دي. په بدو کې د يو شمېر نجونو ورکول، په زور او ټيټ عمر ودول، وهل ټکول، د جنسي تېري او د ښځو د وژلو پېښې هغه جدي ستونزې او ناخوالې دي، چې لا هم ښځې په افغانستان کې ورسره مخ دي.


