د ښځو چارو وزارت سږ كال د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پنځو زرو پېښو د ثبتولو خبر ورکوي.
د دې وزارت چارواکي وايي، د تاوتريخوالي په دې پېښو كې وهل ټکول، له کوره تېښته، طلاق، تفريق، د کوژدنو فسخې او وژنې شاملې دي.
تخار، بدخشان، سرپل، باميان، بادغيس، هرات، غور، نيمروز، نورستان او پکتيا هغه ولايتونه دي، چې د تاوتريخوالي زياتې پېښې په کې ثبت شوې دي.
په همدې حال کې د ښځو په وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې څارنوالۍ مشره پروين رحيمي وايي، چې د هېواد په ټولو ۳۴ ولايتونو کې د دې څارنوالۍ څانګې فعالې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو په وړاندې له تاوتريخوالي سره د مبارزې څارنوالۍ په روان کال کې د تاوتريخوالي ۱۳۰۰ قضيې ثبت کړي، خو تراوسه يې له دغه شمېر څخه يوازې ۹۹ قضيې حل كړې دي.


