نن سهار شاوخوا نهه بجې د كابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند سردار محمد داود خان روغتون كې چاودنه وشوه.
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري د دې چاودنې د تاييد ترڅنګ كليد ته وويل، چې اوس مهال په روغتون كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ جګړه دوام لري.
د هغه په وينا، تراوسه په دې جګړه كې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه كره معلومات نه لري.
بل خوا د کابل د روغتونونو رئيس سليم رسولي كليد ته وويل، چې تراوسه د پېښې له ځايه د وزير محمد اكبر خان روغتون ته دوه جسدونه او اووه ټپيان ور وړل شوي دي.
په ورته وخت كې جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، چې په ارګ كې يې د ښځو د نړيوالې ورځې لمانځغونډې ته وينا كوله، دا بريد په كلكه وغانده او يو جنايت يې وباله.
د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


