د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د بيلا بيلو عملياتو او پلټنو پر مهال يې را ټوله کړې ۱۸۰ مېله بيلا بيل ډوله وسله ډاياک پروګرام ته وسپارله.
د ننګرهار دامنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د يو لړ ځانکړو عملياتو، چک پاينټونو او نورو هڅو په ترڅ کې ۱۸۰ ميله بيلا بيل ډوله وسلې ډاياک يا د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارله.
نوموړپ وايي، په دغو وسلو کې ۲۳ دانې کلاشينکوفونه، او ۱۵۲ دانې تفانچې او نورې ګڼې وسلې شاملې دي.
ډاياک يا د بې وسلې کولو پروګرام ته دا وسلې په داسې حال کې سپارل کيږي، چې د امنيه قومندانۍ د معلوماتو له مخې په روان کال کې يې ۳۱۴ ميله وسله ياد پروګرام ته سپارلې ده.


