ملي دفاع وزارت وايي، د شهيد سردار محمد داود خان پر روغتون حمله کې څه دپاسه ٣٠ تنه وژل شوي او شاوخوا ٥٠ نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي، د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون بريد د درې تنو عاملانو په وژل کېدو نن د ۳ نيمو بجو په شاوخوا کې پای ته ورسېد.
سرچينه وايي، چې ددې پيښې په قربانيانو کې ډاکتران، نرسان د روغتون کارکوونکي او ناروغان شامل دي.
څلور تنو ځانمرګو بريد کوونکو نن سهار د شهيدد سردار محمد داود خان پر روغتون بريد وکړ او له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت شول.
جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، چې په ارګ كې يې د ښځو د نړيوالې ورځې لمانځغونډې ته وينا كوله، دا بريد په كلكه وغانده او يو جنايت يې وباله.
په ورته وخت كې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هم د سردار محمد داوود پر روغتون بريد په کلکو ټکو غندلی دی.
په کابل کې تر ډېره ورته بريدونه طالبان کوي، خو دا ځل طالبانو ويلي، چې په بريد کې لاس نه لري.
په همدې حال کې داعش ډلې په کابل کې پر سردار محمد داود خان روغتون باندې د حملې ذمه واري په غاړه اخيستې ده.


