جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د دولت د وسله والو مخالفينو د پټنځايونو ويجاړولو او د خلکو د امنيت او آرامۍ د تامين په خاطر بايد لا زياتې هڅې وشي.
نوموړي دا څرګندونې د څلورو ولايتونو د امنيتي وضعيت د ارزولو په مهال وكړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني تېر ماښام د توحيد په ملي مرکز کې د ويډيو کنفرانس له لارې د کندوز، هلمند، کندهار او فراه ولايتونو له واليانو او همدارنګه د ۲۰۵، ۲۰۷ او ۲۰۱۵ قول اردوګانو او د پامير ۲۰مې فرقې مسوولينو سره خبرې وکړې.
د يادو ولايتونو ملکي او نظامي مسوولينو د هېواد جمهور رئيس ته خپل رپوټونه وړاندې كړل او په راتلونکي کال کې يې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع او د افغانستان له دښمنانو سره د مقابلې لپاره د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ.
وروسته جمهور رئيس غني ټولو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې دښمن ته د ويجاړوونکو فعاليتونو اجازه ور نه کړي او چا چې د خلکو په ضد وسله اخيستې، ودې ټکول شي.
د نوموړي په خبره، هغه کسان چې د نشه يي توکو پراخ کاروبار لري، لکه د طالبانو په څېر دې له منځه يوړل شي.
په دغه ويډيو کنفرانس کې پر جمهور رئيس سربېره د امنيتي او دفاعي ارګانونو لوړپوړو مسوولينو هم حضور درلود.


