ads

ګرمسېر كې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت ګرمسېر ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو تصفيوي عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د هلمند رسنيو دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا عمليات تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ جنوب لور ته خارکو سيمه کې د مخالفينو ځپلو او د کليو تصفيې په هدف ترسره شوي دي

نویسنده: TKG
17 کب 1395
ګرمسېر كې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
QALAT, Afghanistan- An artilleryman from the Afghan National Army's 205th Corps fires a round from a D-30 artillery piece during an indirect fire support mission.The D-30 is part of a three-gun battery at Forward Operating Base Wolverine in Zabul provinnce. (U.S. Army photo by Sergeant 1st Class David Trice) (RELEASED)

د هلمند ولايت ګرمسېر ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو تصفيوي عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د هلمند رسنيو دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا عمليات تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ جنوب لور ته خارکو سيمه کې د مخالفينو ځپلو او د کليو تصفيې په هدف ترسره شوي دي.
سرچينې د وژل شويو طالب قوماندانانو نومونه عبدالولي اغا او جان ياد كړي دي.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې ۴۷ حلقې بېلابېل ډول ماينونه، ۲۲ پټې مواضع، درې بابه سل متره د اړيکو خندقونه، يو عراده ټيوټا او يو عراده لوکسل موټرونه په بشپړه توګه تخريب شوي دي.
دغه راز يو ميل پيکا او يو ميل ۱۶ ملي متري وسله امنيتي ځواکونو ترلاسه كړې ده.
په دې عملياتو کې يو امنيتي سرتېرى هم ژوبل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA