کندهار : د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې دوه ورونه وژل شوي

چارواکي وايي، په کندهار ښار کې د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې دوه ورونه وژل شوي دي.
پېښه نن غرمه مهال د کندهار ښار د ده خواجې په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
وژل شوي کسان عصمت الله او صفي الله نوميدل او پخپل موټر کې سپاره و چې وسله وال بريد ورباندې وشو.