چارواکي وايي، په کندهار ښار کې د ناپيژاندو وسله والو په ډزو کې دوه ورونه وژل شوي دي.
پېښه نن غرمه مهال د کندهار ښار د ده خواجې په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
وژل شوي کسان عصمت الله او صفي الله نوميدل او پخپل موټر کې سپاره و چې وسله وال بريد ورباندې وشو.
دواړه ورونه لومړی ټپي و او وروسته يې د ژورو ټپونو له امله سا ورکړه.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی د پيښې پخلی کوي او وايي چې بريدګر تښتيدلي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
هغه وايي، وژل شوي کسان ملکي او عام وګړي دي او د پېښې انګيزه تر اوسه نه ده معلومه.
د پېښي مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
د کندهار اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په کندهار کې غلچکي بريدونه ډير شوي دي.


