نن ماخستن د نهو بجو په شاوخوا کې کابل کې د يوې چاودنې غږ اورېدل شوی.
د کابل امنيه قومندانۍ وياند بصير مجاهد وايي، تر اوسه ددغې چاودنې نوعيت معلوم نه دی او پوليسو په دې هکله پلټنې پېل کړي دي.
اخوا يوې بلې امنيتي سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې د لسمې امنيتي حوزې په سيمه کې يو راکټ لګيدلی دی.
تر اوسه ددغې پېښې تلفات معلوم نه دي او نه يې هم چا مسؤليت پر غاړه اخيستی .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

