د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ پر کرښه تړلې دروازې نن سهار د دوو ورځو لپاره د مسافرو پر مخ پرانيستل شوې، خو له دې خوا يوازې پاكستاني وګړو ته د تګ اجازه وركول كېږي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې د پاکستاني چارواکو د پرېکړې پر بنسټ نن سهار شاوخوا اووه بجې د قانوني اسناد لرونکو افغانانو لومړۍ ډله د تورخم له دروازې راتېره شوه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي، د ډيورنډ پر کرښه تړلې دروازې به د ۴۸ ساعتونو لپاره پرانيستې وي، چې ورسره به هغه افغانان، چې د ډيورنډ له کرښې پورې غاړه ايسار دي، خپلو کورونو ته ستانه شي.
اخوا په اسلام اباد كې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال تېره شپه پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې د پاکستان حکومت سره د تورخم او سپين بولدک دروازو د عادي بېرته خلاصېدو په اړه لا تراوسه کومې مثبتې نتيجې ته نه دي رسېدلي.
خو د ده په وينا، د پاکستان حکومت په دې موافقه وکړه، چې د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو د هغو افغان مسافرو لپاره، چې په پاسپورټ او ويزه ورغلي او هلته بند پاتې دي، لارې پرانيزي.
پر ډيورنډ کرښه موجودې لارې د پاکستان حکومت په يو اړخيز ډول نږدې درې اونۍ وړاندې وروسته له هغه وتړلې، چې په دغه هېواد کې څو چاودنې وشوې.


