د اسراييلو لومړى وزير بنيامين نتنياهو وايي، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به د ايران په اړه د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين سره وويني.
نتنياهو وويل، چې پوتين سره به په سوريه کې د ايران د پوځي لاسوهنو او اندېښنو په اړه خبرې وکړي.
نوموړي پر ايران تور پورې کړ، چې په سوريه کې د دايمي لاسوهنې هڅه کوي، څو د اسراييلو او سوريې ترمنځ ګډې پولې ګولان لوړو کې د هېواد پر ګټو يې بريدونه وکړي.


