مهرداد: د ښوونكو د معاشونو وركولو برخه كې هېڅ ډول ستونزه موجوده نه ده

د پوهنې وزارت د معاشونو وركولو برخه كې د ځينو ولايتونو د ښوونځيو د ښوونكو شكايتونه بې بنسټه بولي.
د دې وزارت وياند مجيب مهرداد نن كليد ته وويل، چې په ټول هېواد كې د ښوونكو د معاشونو وركولو برخه كې هېڅ ډول مالي او اداري ستونزه نه لري.
د هغه په وينا، د پوهنې وزارت د ټولو ښوونكو معاشونه په ټاكلي وخت ولايتونو ته لېږي او ښوونكو ته وركول كېږي.
خو مهرداد تاييدوي، چې قراردادي ښوونكو ته د معاش وركولو برخه كې ستونزه موجوده ده.