د پوهنې وزارت د معاشونو وركولو برخه كې د ځينو ولايتونو د ښوونځيو د ښوونكو شكايتونه بې بنسټه بولي.
د دې وزارت وياند مجيب مهرداد نن كليد ته وويل، چې په ټول هېواد كې د ښوونكو د معاشونو وركولو برخه كې هېڅ ډول مالي او اداري ستونزه نه لري.
د هغه په وينا، د پوهنې وزارت د ټولو ښوونكو معاشونه په ټاكلي وخت ولايتونو ته لېږي او ښوونكو ته وركول كېږي.
خو مهرداد تاييدوي، چې قراردادي ښوونكو ته د معاش وركولو برخه كې ستونزه موجوده ده.
نوموړى زياتوي، د يو شمېر ولايتونو د پوهنې رئيسانو په خپلسرې توګه ځينې كسان د قراردادي ښوونكو په توګه استخدام كړي، چې د پوهنې وزارت سره ثبت نه دي.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې د كندوز، پكتيا او پكتيكا ولايتونو يو شمېر ښوونكو د كليد له خبريالانو سره خبرو كې د معاشونو د نه وركولو له كبله شكايتونه كړي وو.
د دوى په خبره، له درېيو مياشتو راهيسې يې د پوهنې وزارت له لوري معاشونه نه دي ترلاسه كړي او له همدې كبله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


