د ملي اردو سرتېري د يوه خبريال پلار وژلى

د ملي اردو اردو يوه سرتېري تېر مازيګر د اروزګان ولايت مركز ترينكوټ ښار د يو ځايي خبريال سردارولي سمسور پلار په ډزو وژلى دى.
په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان جنرال غلام حضرت کاکړ كليد ته وويل، چې د پېښې عامل نيول شوى او له قانوني چلند سره به مخ شي.