ads

د ملي اردو سرتېري د يوه خبريال پلار وژلى

د ملي اردو اردو يوه سرتېري تېر مازيګر د اروزګان ولايت مركز ترينكوټ ښار د يو ځايي خبريال سردارولي سمسور پلار په ډزو وژلى دى.
په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان جنرال غلام حضرت کاکړ كليد ته وويل، چې د پېښې عامل نيول شوى او له قانوني چلند سره به مخ شي.

نویسنده: TKG
17 کب 1395

په ورته وخت كې د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش وايي، ملي اردو د خلكو د سر او مال د ساتنې مسووليت لري، نه دا چې هغوى له ناخوالو سره مخ کړي.
د نوموړي په وينا، ملي اردو سره د قانون خلاف عمل ترسره كولو له كبله قانوني چلند كېږي.
د مدني ټولنو غړي دا پېښه په کلکو ټکو غندي او عامل ته يې د سختې سزا غوښتنه کوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ترينکوټ ښار کې د ملي اردو له لوري ورته پېښې رامنځته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA