ads

بحرين هم د ساحلي فوټبال لوبه كې افغانستان ته ماتې وركړه

افغانستان د اسيا د ساحلي فوټبال اتلولۍ او نړيوال جام ته د لار موندلو په سياليو کې له بحرين نه هم ماتې وخوړه.
په نننۍ لوبه كې بحرين افغانستان ته شپږ پر څلور ګولونو ماتې وركړه.
افغان لوبډلې پرون خپله درېيمه لوبه ايران ته بايللې وه.

نویسنده: TKG
17 کب 1395

په دې سياليو کې افغانستان خپلو لومړيو دوو لوبو كې کوربه هېواد ماليزيا او چين ته ماتې ورکړې وې.
دا لوبې د کب په ١٤مه نېټه د ماليزيا په کوالا ټرينګانو ښار کې د اسيا د ١٢ هېوادونو ترمنځ پيل او په درېيو ګروپونو وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې ايران، بحرين، چين، ماليزيا او افغانستان، په ب ګروپ کې عمان، لبنان او تايلنډ او په ج ګروپ کې جاپان، متحده عربي امارات، عراق او قطر شامل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA