ټاكل شوې افغانستان نن د اسيا د ساحلي فوټبال اتلولۍ او نړيوال جام ته د لار موندلو په سياليو کې خپله څلورمه لوبه له بحرين سره ترسره كړي.
افغان لوبډلې پرون خپله درېيمه لوبه ايران ته وبايلله.
د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه شپـږ پر يو ګول د ايران په بريا پاى ته ورسېده .
په دې سياليو کې تر دې مخکې افغانستان کوربه هېواد ماليزيا او چين ته ماتې ورکړې وې.
دا لوبې د کب په ١٤مه نېټه د ماليزيا په کوالا ټرينګانو ښار کې د اسيا د ١٢ هېوادونو ترمنځ پيل او په درېيو ګروپونو وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې ايران، بحرين، چين، ماليزيا او افغانستان، په ب ګروپ کې عمان، لبنان او تايلنډ او په ج ګروپ کې جاپان، متحده عربي امارات، عراق او قطر شامل دي.


