پاكستان ۱۷۲ افغانان افغانستان ته وسپارل

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وایي، له پولې اخوا ایسار ۱۷۲ افغانان تېره شپه د تورخم پر فرضي کرښه پاکستاني ځواکونو افغان لوري ته وسپارل.