د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وایي، له پولې اخوا ایسار ۱۷۲ افغانان تېره شپه د تورخم پر فرضي کرښه پاکستاني ځواکونو افغان لوري ته وسپارل.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي له کلید سره په خبرو کې وویل، پاکستان ته د درملنې په موخه تللي هغه کډوال، چې د پولې بندېدو په مهال بند پاتې وو، تېره شپه پاکستاني ځواکونو افغان سرحدي پولیسو ته وسپارل.
نوموړی وایي، په دغو مسافرو کې مېرمنې، کوچنیان او لویان هم شامل دي.
فقيرزى زیاتوي چې په دغه هېواد کې د۹۰ بندي افغانانو له ډلې به نن ۴۰ تنه نور هم دوی ته په تورخم کې وسپارل شي.
پاکستان په دغه هېواد کې بند پاتې افغانان په داسې حال کې خپل هېواد ته رالېږي چې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې د تورخم دروازه د مسافرو او بارداره موټرو پر مخ تړل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


