ننګرهار کې د هېروينو ۹ فابريکې لمنځه يوړل شوې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د يو لړ ځانګړو عملياتو پر مهال يې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د هېروينو ۹ فابريکې له منځه وړې دي.
د ننګرهار د امنيه قومندانۍ مطبوعاتۍ مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ په لنډۍ او کمبو سيمو کې عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې د هېروينو ۹ فابريکې تخريب او له منځه وړي دي.