ads

ننګرهار کې د هېروينو ۹ فابريکې لمنځه يوړل شوې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د يو لړ ځانګړو عملياتو پر مهال يې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د هېروينو ۹ فابريکې له منځه وړې دي.
د ننګرهار د امنيه قومندانۍ مطبوعاتۍ مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ په لنډۍ او کمبو سيمو کې عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې د هېروينو ۹ فابريکې تخريب او له منځه وړي دي.

نویسنده: TKG
16 کب 1395

نوموړی وايي، د عملياتو پرمهال يې څوک نيولي نه دي خو ګڼ شمېر نقليه وسيلې يې له منځه وړې دي.

ننګرهار کې دا عمليات په داسې حال کې ترسره کيږي، چې سږ کال هم په دغه ولايت سلګونه جريبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA