ads

ننګرهار كې د سیمه ییزو پولیسو او داعش وسله والو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو او داعش وسله والو ترمنځ نښته کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
16 کب 1395
ننګرهار كې د سیمه ییزو پولیسو او داعش وسله والو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو او داعش وسله والو ترمنځ نښته کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید ته وویل، تېره شپه شاوخوا یوه بجه د اچین ولسوالۍ په کوشتل سیمه کې داعش وسله والو د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د څو ساعته نښتې په مهال ۸ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه نښته کې ۴ سیمه ییز پولیس هم وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA