كونړ كې د طوفان ۷۳ په نوم عمليات پيل شول
د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د طوفان ۷۳ په نوم د امنيتي ځواكونو ګډ تصفيوي عمليات پيل شول.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو د دويمې پلې لېوا په مشرۍ له ملي او سيمه ييزو پوليسو او د ملي امنيت ځواكونو سره په ګډه د طوفان ۷۳ په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړل.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed