ads

كونړ كې د طوفان ۷۳ په نوم عمليات پيل شول

د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د طوفان ۷۳ په نوم د امنيتي ځواكونو ګډ تصفيوي عمليات پيل شول.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو د دويمې پلې لېوا په مشرۍ له ملي او سيمه ييزو پوليسو او د ملي امنيت ځواكونو سره په ګډه د طوفان ۷۳ په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړل.

نویسنده: TKG
16 کب 1395
كونړ كې د طوفان ۷۳ په نوم عمليات پيل شول
Afghan Commandos from the Sixth Commando Kandak practices infiltration techniques using the Afghan National Army Air Corps Mi-17 helicopter on April 1 at Camp Morehead in the outer regions of Kabul. The training was in preparation for future air assault missions needed in order to disrupt insurgent activity and bring stability to the population and the region.

د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د طوفان ۷۳ په نوم د امنيتي ځواكونو ګډ تصفيوي عمليات پيل شول.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو د دويمې پلې لېوا په مشرۍ له ملي او سيمه ييزو پوليسو او د ملي امنيت ځواكونو سره په ګډه د طوفان ۷۳ په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړل.
د هغه په وينا، د دې عملياتو هدف د وسله والو ځپل او د هغوى له شتونه د سيمو پاكول دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د دغو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA