ads

كراچۍ ښار كې د پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته شوې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې له پوليسو سره نښته کې يو وسله وال وژل شوى او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.
پاکستاني پوليسو ويلي، ياده نښته پرون ناوخته د کراچۍ په کورنګي ټاون سيمه کې رامنځته شوې ده.

نویسنده: TKG
16 کب 1395

پوليسو ادعا كړې، چې وژل شوي وسله وال د کراچۍ په يو لړ ترهګريزو بريدونو کې لاس درلود.
د دوى په خبره، له نيول شويو کسانو دا مهال پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د وژل شوي وسله وال نوم دلدار او د لښکر جنګوي ډلې غړى ښودل شوى دى.
بايد ياده شي، چې په پاکستان کې تر ضرب عضب عملياتو وروسته د ردالفساد په نوم عمليات پيل شوي، چې تر دې مهاله په كې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA