جاپاني چارواکي وايي، چې شمالي کوريا په تازه اقدام کې څلور بالستيک توغندي ازمويلي دي.
د جاپان حکومتي چارواکو ادعا کړې، چې د توغول شويو بالستيک توغنديو له جملې درې يې د دوى په سمندري اوبو کې غورځېدلي دي.
په همدې حال کې امريکا او جنوبي کوريا د شمالي کوريا د تازه توغندويي ازموينو په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د جنوبي کوريا د پوځي چارواکو په خبره، ياد توغندي کولى شي په زر کيلو مټرو کې هدف په نښه کړي.
د جنوبي کوريا پوځ ته د تيارسئ امر شوى او شمالي کوريا سره پر ګډه پوله يې ګزمې زياتې کړې دي.
بل خوا د شمالي کوريا يو حکومتي وياند د دې كار په غبرګون کې ويلي، چې ځواکونه به يې د هر ډول بريدونو په وړاندې سخت اقدام وکړي.
پر شمالي کوريا وروسته له هغې نور بنديزونه هم ولګېدل، چې اټومي او هايډروجني ازموينې يې ترسره کړې.


