ads

سوريه كې يوولس ملكي وګړي وژل شوي

د سوريې په شمال لوېديځ ښار پالميرا کې د هوايي بريدونو په نتيجه کې يوولس ملکي کسان وژل شوي او بل خوا د دغه هېواد منبج ښار کې د حکومتي ځواکونو او د ترکيې ملاتړ لرونکو وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي.

نویسنده: TKG
16 کب 1395

د سوريې لپاره د بشري حقونو ادارې، چې مرکز يې په لندن کې دى ويلي، چې ښايي دغه هوايي بريدونه روسي جنګي الوتکو كړي وي.
د بشري حقونو د دې ادارې چارواکو زياته کړې، جنګي الوتکو په پالميرا ښار کې د څارويو پر منډوي بمونه غورځولي، چې له كبله يې ۴۵ کسان ټپيان شوي هم دي.
په همدې حال کې د بشري حقونو يادې ادارې خبردارى ورکړى، چې ښايي ترکيې سره پر ګډه پوله د سوريايي ځواکونو او ترکي پلوه وسله والو ترمنځ نښتې نورو سيمو ته وغځېږي.
د بشارالاسد په ضد جګړه مارو ډلو سره د ترکيې ترڅنګ د امريکا ملاتړ هم د دې سبب شوى، چې د سوريې څو کلنه جګړه نوره هم اوږده شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA