د پکتيا يو شمير اوسيدونکو د سوله ايز لاريون په ترسره کولو له ګاونډي پاکستان څخه وغوښتل چې، په افغانستان کې دې له لاسوهنو ډډه وکړي.
دوى د پاکـستان وروستۍ کـړنې او په کـنړ او ننګـرهار راکـټي بريدونه وغندل او له دولت څخه يې د ځوابي بريدونو غوښتنه وکـړه.
لاريون کوونکو ويل د افغان خاورې د دفاع لپاره د خپلو ملي امنيتي ځواکونو په څنګ کې دريږي او د هيواد د لويشت لويشت خاورې څخه به دفاع کوي.
يوتن قومي مشر چې په لاريون کې يې ګډون کړی و ويل د افغان ملي امنيتي ځواکونو سره يوځای د هېواد د دفاع لپاره چمتو دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پکتيا ولسونه د پاکستان په وړاندې غبرګون ښيي، بلکې تر دې وړاندې يې هم د پاکستان د مداخلو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړی دی.


