د بغلان والي عبدالستار بارز له دندې ګوښه شو

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكه اداره له دندې د بغلان د والي عبدالستار بارز د ګوښه كولو خبر وركوي.
له دې ادارې څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې په وړانديز او د جمهور رئيس محمد اشرف غني په منظورۍ عبدالحى نعمتي د بغلان د نوي والي په توګه وټاكل شو.