د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكه اداره له دندې د بغلان د والي عبدالستار بارز د ګوښه كولو خبر وركوي.
له دې ادارې څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې په وړانديز او د جمهور رئيس محمد اشرف غني په منظورۍ عبدالحى نعمتي د بغلان د نوي والي په توګه وټاكل شو.
نعمتي د ملي يووالي حكومت له جوړېدو راهيسې تراوسه له نشه يي توكو سره د مبارزې په برخه كې د جمهور رئيس غني د سلاكار په توګه دنده ترسره كوله.
كه څه هم د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې له دندې د عبدالستار بارز د ګوښه كولو د علت په اړه څه نه دي ويلي، خو ځينې سرچينې وايي، چې نوموړى د رهبرۍ د توانايۍ نه لرلو او د وسله والو طالبانو په لاس د بغلان ولايت د تاله او برفك ولسوالۍ د سقوط له كبله له دندې ګوښه شوى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې جمهور رئيس غني د كورنيو چارو وزارت په وړانديز د بغلان امنيه قوماندان نور حبيب ګلبهاري هم له دندې لرې كړ او د هغه پر ځاى يې اکرام الدين سريع د دې ولايت د امنيه قوماندان په توګه وټاكه.


