جمهور رئيس غني نن د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې اووم کال پرانېزي

ټاکل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د اووم کال لومړنۍ ناسته په رسمي توګه پرانېزي.
د هېواد د اساسي قانون په ١٠٧مه ماده کې راغلي، ملي شورا هر کال دوه عادي غونډې ترسره کوي، هر کال د شورا د دواړو غونډو د کار موده نهه مياشتې وي او د اړتيا په مهال ملي شورا د يادې مودې د غځولو واک لري.