ټاکل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د اووم کال لومړنۍ ناسته په رسمي توګه پرانېزي.
د هېواد د اساسي قانون په ١٠٧مه ماده کې راغلي، ملي شورا هر کال دوه عادي غونډې ترسره کوي، هر کال د شورا د دواړو غونډو د کار موده نهه مياشتې وي او د اړتيا په مهال ملي شورا د يادې مودې د غځولو واک لري.
ملي شورا يوه نيمه مياشت ژمنۍ او يوه نيمه مياشت د اوړي رخصتۍ لري.
په ملي شورا كې د خلكو استازي يوه نيمه مياشت وړاندې په دې هدف په ژمنۍ رخصتۍ لاړل، چې د خپلو موكلانو او د انتخاباتي حوزو اړتياوې او ستونزې له نږدې وګوري او هغه د دې شورا له لارې اړوندو دولتي ادارو سره شريكې كړي، خو ډېرى خلك وايي، چې د دوى كمو استازو په دې موده كې ورسره ليدلي او ډېريو يې خپله ژمنۍ رخصتي له هېواده بهر تېره كړې ده.


