آيت‌الله علي خامنه‌اي د اذربايجان له جمهور رئيس سره کتلي

د ايران ستر مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌اي د اذربايجان له جمهور رئيس الهام علييف سره کتلي دي.
خامنه‌اي پرون يکشنبه جمهور رئيس علييف ته ويلي چې اسرائيل د باکو او تهران د اړيکو د کمزوري کولو هڅې کوي خو دواړه خواوې بايد د خپلو دوستانه اړيکو د ساتنې هڅې وکړي.