د ايران ستر مذهبي مشر ايتالله علي خامنهاي د اذربايجان له جمهور رئيس الهام علييف سره کتلي دي.
خامنهاي پرون يکشنبه جمهور رئيس علييف ته ويلي چې اسرائيل د باکو او تهران د اړيکو د کمزوري کولو هڅې کوي خو دواړه خواوې بايد د خپلو دوستانه اړيکو د ساتنې هڅې وکړي.
خامنهاي د ايران د اټمي پروګرام په اړه د اذربايجان د دريځ ستاينه وکړه.
ايران پخوا له دې امله چې اسرائيل پر اذربايجان وسلې او نور دفاعي تجهيزات خرڅوي، پر باکو نيوکې کولې.
د اذربايجان جمهور رييس پرون تهران ته ولاړ او د ايران له جمهور رئيس سره يې هم وکتل.


