ads

کندهار کې د چرګانو سلګونه فارمونه جوړ شوي

کندهار ته له پاكستانه د بې کيفيته غوښو د واردولو مخه نيول شوې ده.
په کندهار کې د چرګانو د روزنې او پالنې سلګونه فارمونه جوړ شوي، چې هلته يې د غوښې په برخه كې د خلكو اړتياوې پوره كړې دي.

نویسنده: TKG
15 کب 1395

د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس حفيظ الله سعيدي كليد ته وويل، چې هره ورځ د وطني چرګانو دېرش ټنه تازه او باکيفيته غوښه بازار ته وړاندې کېږي.
د هغه په وينا، د وطني چرګانو د غوښې له زيات توليد سره يې د هغو چرګانو مخه هم نيولې، چې له پاكستانه کندهار ته راوړل کېدل.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، په هېواد كې د چرګانو فارمونه او د چرګانو توليد ډېر شوى او په دې برخه کې پانګونه هم زياته شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA