ads

پکتیکاوال د مخابراتي شبکو له كمزوري فعاليته سر ټکوي

د پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي په دې ولايت کې د مخابراتي شبکو له ناسم کيفيت او کمزورو خدماتو سر ټکوي.

نویسنده: TKG
15 کب 1395
پکتیکاوال د مخابراتي شبکو له كمزوري فعاليته سر ټکوي

د پکتيکا ولايت د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي په دې ولايت کې د مخابراتي شبکو له ناسم کيفيت او کمزورو خدماتو سر ټکوي.
دوی وايي، د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې مخابراتي شبکې هېڅ فعالیت نه لري او په یو شمېر نورو سيمو کې چې بیا فعالیت لري، دومره کمزورې دي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی زیاتوي چې د انټرنټ خدمات يوازې د دغه ولایت په مرکز کې فعال دي، خو هغه هم دومره کمزوري دي چې ګټه ترې نه اخیستل کېږي.
پکتيکاوال له دولت او په ځانګړي ډول له مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شبکو غوښتنه کوي چې په پکتيکا ولايت کې دې د مخابراتي شبکو کميت او کيفيت ته پام وشي او په ځانګړي ډول دې په دغه ولایت کې د ۳جي انټرنېټي خدمات پراخ شي.
د پکتيکا يوه اوسېدونکي کلاخان حيران کلید ته وویل، په لرې پرتو ولسواليو کې مخابراتي شبکې هېڅ کار نه کوي او کله چې دوی غواړي اړيکه ونيسي، نو اړ دي چې د یوه لوړ غره سر ته پورته شي: ((نه یوازې ولسوالیو کې ته باور وکړه، دې مرکز کې چې وايي ۳جي فعال دی هـسـې پـه نــوم دی، مقـصــد پــرې یــاد يــو پـرې ښاد نه یو.))
نوموړی ټینګار کوي چې مخابراتي شبکې باید په دغه ولایت کې پراخه پانګونه وکړي، څو د دغه ولایت وګړي هم له فعالو مخابراتي او انټرنټي خدماتو ګټه واخلي. نوموړی زياتوي چې په اوسنۍ نړۍ کې له ټلېفون او انټرنټ پرته ژوند سخت دی ځکه ټول کارونه له همدې لارې ترسره کېږي او دې خدماتو له نړۍ یو کلی جوړ کړی دی.
له بل لوري د دغه ولایت اوسېدونکي ثناوالله سنګين کلید ته وویل، په دغه ولایت کې ډېری مخابراتي شبکې وقفهيي کار کوي، که سهار فعالې وي بیا ماسپښين بندې وي او که ماښام فعالې وې بیا سهار خپل فعالیت بندوي: ((ډېری وخت به مبايل ګورې چې شبکه فعاله او انتن هم ورکوي، خو چې له بل ټلېفون ورته زنګ ووهې زنګ به نه ورته راځي، زموږ له مخابراتي شبکو سره دغه حال دی، په دې برخه کې باید حکومت زموږ ستونزې راحل کړي او پر مخابراتي شبکو فشار راوړي چې په دغه ولایت کې خپلو خدماتو ته پاملرنه وکړي.))
سنګين ټینګار کوي چې اوس مهال د نړۍ په هره سيمه کې ۳جي، ۴جي او حتا ۵جي انټرنټي خدمات فعال دي، خو د دغه ولایت په یوه ولسوالۍ کې هم کار نه کوي او یوازې مرکز کې فعال دي چې په هغې هم د چا ښه نه کېږي.
له بل لوري مدني فعال خانزاده تراب هم له کلید سره په خبرو کې تایید کړه چې په دغه ولایت کې مخابراتي شبکې کمزوری فعالیت لري او یو شمېر سيمو کې بیا له سره فعالیت نه لري.
تراب زیاتوي، په ۲۱مه پېړۍ کې انټرنټ د بشر لومړنۍ اړتیا ده او په دې برخه کې باید د حکومت او مخابراتي شبکو له لوري کوټلي ګامونه واخستل شي. نوموړی زیاتوي، اوس مهال زدهکوونکي او محصلين د نورو زدهکړو، ډاکټران په طب کې د نوو پرمختګونو، انجنیران د نوو ډيزاينونو او طرحو او نور وګړي هم د بېلا بېلو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره فعاله او تېز انټرنټ ته جدي اړتیا لري.
نوموړی ټینګار لري چې په یوه نيمه لسيزه کې مخابراتي شبکې ونه توانېدې د پکتیکا ولایت هرې ولسوالۍ ته انټرنټي خدمات ورسوي او ددې تر څنګ د مخابراتي خدماتو کیفیت هم ښه کړي.
اوس مهال په پکتیکا ولایت کې څلور خصوصي؛ روشن، ام ټي ان، اتصالات او افغان بېسيم او دوه دولتي؛ سلام او افغان ټيلي کام مخابراتي کمپنۍ فعالیت لري.
د یادولو ده چې نه یوازې په پکتیکا بلکې د افغانستان په ټولو لرې پرتو سيمو کې مخابراتي شبکې خورا کمزوري خدمات وړاندې کوي او د انټرنټ خدمات يې یوازې د ولایتونو تر مرکزونو محدود دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA